جمعه ۴ سرطان ۱۴۰۰، ۰۳:۴۵ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې استوګن د فرانسې د سفیر سره وکتل

||| ||| |||

کابل - د فرانسې له سفیر ښاغلي دیوید مارتینن سره، سرپرست وزیر ښاغلي محمد حنیف اتمر د فرانسې د خلکو او حکومت څخه د تېرو دوو لسیزو په اوږدو کې، د همکاریو په مننه، کتنه پیل کړه.

وروسته دواړو لوریو، د افغان سولې بهیر پر وروستیو پرمختګونو، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو زر تر زره پیلېدو پر اړتیا، تاوتریخوالي کمولو، اوربند تامینیدیلو او تېرو نولسو کلونو د لاسته راوړنو پر خوندیتوب خبرې وکړې.

د فرانسې سفیر د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو پر پرمختګ خوښي څرګنده کړه. د دغه بهیر او د اسلامي جمهوریت، دموکراتیکو حقونو، او افغان وګړو د آزادیو په ګډون یې دتېرو نولسو کلونو لاسته راوړنو، د خوندیتوب په موخه د خپل هیواد ملاتړ په ډاګه کړ.

دغه راز، دواړو لوریو د افغان دیپلوماتانو د ظرفیت لوړونې په موخه پر یو لړ مسئلو خبرې وکړې.

په کتنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار وشو. سفیر ښاغلي مارټینن، ښاغلي اتمر ته له افغانستان سره د فرانسې د همکاریو دوام، ډاډ ورکړ.

Read 287 times
Go to top