پنجشنبه ۲۳ ثور ۱۴۰۰، ۰۱:۵۷ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د افغانستان او تاجکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تلیفوني اړیکه

||| ||| |||

کابل - د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر نن د تاجکستان بهرنیو چارو له وزیر، سراج الدین مهرالدین سره په تلیفوني خبرو کې، خپل تاجک سیال ته د نوروز او د ۱۴۰۰ هجري کال د رارسیدو له امله مبارکي وویله او په امنیتي، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې یې د اړیکو په پراختیا خبرې وکړې.

ښاغلي اتمر د آسيا زړه - استانبول پروسې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په نهمه ناسته کې چې د روان کال د مارچ میاشتې په وروستیو کې به د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه ښار کې جوړېږي، د ګډون لپاره د افغانستان چمتووالي په اړه خبرې وکړې او د کنفرانس کوربه توب لپاره یې د تاجکستان جمهوریت څخه مننه وکړه.

همداراز، د تاجکستان بهرنیو چارو وزیر هم ښاغلي اتمر ته د نوروز او د نوي لمريز کال مبارکي ورکولو ترڅنګ، وویل: "دا د ویاړ ځای دي چې له دوست او ورور هېواد، افغانستان سره د آسیا زړه - استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو د نهمې ناستې څخه په ګډه کوربه توب کوو او موږ د افغانستان د جلالتمآب ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او له هغو سره د مل پلاوي هرکلي ته سترګې په لار یو او پدې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو یو."

د تلیفوني خبرو په ترڅ کې، دواړو لورو په بیلابیلو برخو کې د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې او د ګډ امنیتي، سیاسي، فرهنګي او اقتصادي کمیسیونونو رامنځته کولو له لارې د دې اړیکو په پیاوړتیا باندې ټینګار وکړ.

ښاغلي اتمر د سولې بهیر او د تیرو دوه لسیزو کې د ولسواکۍ او بشري حقونو لاسته راوړنو، په ځانګړې ډول د اسلامی جمهوريت نظام په ساتلو کې د افغان حکومت مشروع دریځ څخه د تاجکستان جمهوريت د ملاتړ او همکارۍ ستاینه وکړه او د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزه او د افغانستان - تاجیکستان - متحده ایالاتو د وروستۍ درې اړخیزه ناستې د پریکړو د پلي کیدلو په اړه د ګډې تخنیکي کمېټې د جوړولو په اړه تينګار وکړ.

ښاغلي مهرالدین د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د درې اړخیزې کمېټې د جوړولو په اړه د خپل هیواد له لوري هوکړه څرګنده کړه او د آسیا زړه - استانبول پروسې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په نهمه ناسته کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني حضور په پلازمېنه دوشنبه کې او له جلالتمآب ولسمشر امام علي رحمان سره د هغه ملاقات، د اړیکو د ټینګښت او د کابل او دوشنبې ترمنځ د اړیکو د کچې د لوړولو لپاره یو مهم فرصت وباله.

Read 93 times
Go to top