بهرنیو چارو وزیر د آسیا او اوقيانوسيه لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له سیمه ییز رئیس سره وکتل
||||
||||
کابل - بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر د آسیا او اوقيانوسيه لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) له سیمه ییز رئیس، ښاغلي اندریکا رتواتی سره د دغه وزارت په ستوري ماڼۍ کې وکتل.
ښاغلي اتمر د کډوالو لپاره ملګرو ملتونو عالي کمیشنري د افغانستان د حکومت او خلکو یو مهمه همکار وګڼله او په تیرو کلونو کې یې د افغان کډوالو سره د دې نړیوال سازمان، د دوامداره او ګټورې همکارۍ له امله مننه وکړه.
بهرنیو چارو وزیر د کډوالو لپاره د افغان حکومت پلانونو په اړه هم خبرې وکړې او د ناقانونه کډوالۍ خطرونو ته په اشارې سره، د کډوالو چارو مسئلې حل او د انساني قاچاق مخنیوۍ يې د افغانستان د حکومت او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په ګډون، د کډوالو فعال سازمانونو ګډ کار وباله او د پاکستان او ایران په شمول، د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو څخه د افغان کډوالو په داوطلبانه او باعزته راستنیدو ټینګار وکړ.
وروسته، ښاغلي رتواتی د افغانستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ تر منځ د همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او د کډوالو چارو ته د حل لارو موندلو لپاره، د خپل پلانونو په اړه بهرنیو چارو وزیر ته معلومات ورکړل او د ياد سازمان د همکاريو دوام څخه یې بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ.












