سیاسي معین په کابل کې د چین له سفیر سره وکتل
|||
|||
کابل - بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین، میرویس ناب په کابل کې د چین د خلکو جمهوریت له سفیر، وانګ یو سره د افغانستان د سولې په بهیر کې د وروستيو پرمختګونو او دوه اړخیزو همکاریو د لاپراختیا په اړه خبرې وکړې.
سیاسي معین میرویس ناب د افغانستان سولې له بهیر سره د چین د همکاریو او ملاتړ له امله ستاینه د کرونا ويروس ناروغۍ پروړاندې په مبارزه کې له افغانستان سره د هغه هېواد له مرستو څخه قدرداني وکړه.
ښاغلي ناب له افغانستان څخه د غوڅ ملاتړ ځواکونو له وتلو وروسته پړاو کې د افغانستان، متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د همکاريو نوي فصل د پیل په اړه هم خبرې وکړې او له افغانستان سره یې د چین د همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ.
ښاغلي وانګ په داسې حال کې چې له افغانستان سره د کورونا واکسین برابرولو کې د چین چمتووالی څرګند کړ، سیاسي معین ته يې ډاډ ورکړ چې هېواد به یې له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې، په ځانګړي ډول په هېواد کې د تلپاتې سولې تأمین لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
په دي کتنه کې، دواړو لوریو د سویلي آسیا هېوادونو په ګډون سره د کرونا ويروس پروړاندې د مبارزې په اړه د مخکې له وخته غونډې ته په اشارې سره، د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو او همکارۍ د کچې د لوړولو په څرنګوالي هم بحث وکړي.












