پنجشنبه ۲۹ میزان ۱۴۰۰، ۱۲:۴۵ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د پاکستان بهرنیو چارو د وزیر وروستيو څرګندونو په اړه د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر تبصره

||| ||| |||

کابل – د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تل خپل هېواد ته د افغان کډوالو دوامداره او باوقاره راستنېدو غوښتنکی ده او پدې برخه کې د سولې او پيوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل گ‌‌‌‌‌‌ډ پلان (APAPS) په ګډون، د دوه اړخیزو همکاریو موجوده جوړښتونو په چوکاټ کې له پاکستان سره کار کوي.

تمه ده، چې ګاونډي هېوادونه د کډوالو له مسئلې څخه پر افغانستان باندې د فشار وسیلې په توګه استفاده ونه کړي.

مونږ باور لرو چې په افغانستان کې د وینې تویولو او  پایداره سولې په تأمین کې د پاکستان صادقانه همکاري د پاکستان د حکومتي چارواکو د تحریک کونکو څرګندونو او وړاندوینو په پرتله، خورا اغیزمنه ده.

Read 176 times
Go to top