افغانستان لپاره د ایران بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي سره د بهرنیو چارو د وزیر لیدنه
|||||
|||||
کابل – بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نن له غرمې وروسته، افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان او مل پلاوي سره چې کابل ته راغلي دي، وکتل.
بهرنیو چارو وزیر د سولې له پروسې د ملاتړ په هکله د ایران اسلامي جمهوریت له معقول او پرځای دریځ څخه قدرداني وکړه او د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د تاوتریخوالي د بندیدو، د خپلسرو وژنو، د ملکي وګړو د شکنجې او له بشري حقونو د سرغړونو په اړه خبرې وکړې، او څرګنده یې کړه چې د طالبانو شتون او د دوی لخوا د تاوتریخوالي ډیریدل د افراطیت د خپریدو او په افغانستان او سیمه کې د داعش په ګډون د نړیوالو تروریستي ډلو د شتون لامل کیږي.
ښاغلي اتمر د کابل او تهران ترمنځ سیاسي ، اقتصادي ، کلتوري او سوداګریزې همکارۍ د دواړو هیوادونو د حکومتونو او خلکو ضروري اړتیا وبلله او په بیلابیلو برخو کې، په ځانګړي ډول د سولې په اړه یې د لا ښې همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي طاهريان د خپلو خبرو په ترڅ کې له افغان سولې د ملاتړ ترڅنګ د تیرو دوه لسیزو لاسته راوړنو د ساتلو په هکله د هیواد بهرنیو چارو وزیر ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او د کابل او تهران ترمنځ د سرحدي همکاریو په ګډون یې په بیلابیلو برخو کې د اړوندو ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ رامنځ ته کولو غوښتنه وکړه.












