افغانستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډه د جوړیدو غوشتنه وکړه
|||
|||
کابل – د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د هند بهرنیو چارو له وزیر شاغلي ایس جی شنکر سره د حملو د زیاتوالي، په افغانستان کې د طالبانو او بهرنیو ترهګرو ډلو لخوا د بشري حقونو پراخو سرغړونو او د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې ناستې د جوړولو په اړه تليفوني خبرې وکړې. هند دا مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دورهیی مشري کوي.
د هېواد بهرنیو چارو وزیر په افغان ولس باندې د طالبانو وحشیانه بریدونو د بې ساري زیاتوالي له کبله چې د ملکي خلکو د وژنې او بې ځایه کيدو لامل شوې ده، له خپل هندي سيال سره خبرې وکړې. ښاغلي اتمر په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو او ترهګرو ډلو سره په همغږۍ کې د طالبانو بریدونه یو جنګي جنايت او د نړیوال بشردوستانه قوانينو روښانه او پراخه سرغړونه وبلله او د دې ناورین دوام په اړه یې خبرداری ورکړ.
په سیمه کې د ثبات، امنیت او سوکالۍ په اړه د افغانستان جګړې ناوړه پایلو ته په پام سره، د هېواد بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د مسائلو په محوريت، په ځانګړې توګه د تاوتریخوالي سمدستي بندیدو او د سولې خبرو د بریالیتوب لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې ناسته د جوړیدو په اړه د افغانستان وړانديز يې خپل هندي سيال سره مطرح کړه.
د هند د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د طالبانو او ترهګرو لخوا د تاوتریخوالي، ناامنۍ او د بشري حقونو د ښکاره سرغړونو په اړه د خپل هېواد ژوره اندیښنه څرګنده کړه. ښاغلي شنکر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې ناسته د بشري حقونو سرغړونو د ژر تر ژره بندولو او په افغانستان او سیمه کې د دایمي سولې او ثبات د تضمین لپاره مهم وبلله او د هېواد بهرنیو چارو وزیر ته یې ډاډ ورکړ چې هېواد به يې د افغانستان وړاندیز باندې غور او اړین مشورې به ترسره کړي.
همداراز دواړو لورو په دوحه کې د افغانستان سولې بهیر په مخکې له وخته جوړیدونکو ناستو د اجنډا او ګډون په کچه بحث وکړ.












