سه شنبه ۲۳ سنبله ۱۴۰۰، ۰۷:۲۰ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

بهرنیو چارو وزارت د تاوتریخوالي غندلو او د طالباني امارت ردولو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اعلامیې هرکلی کوي

||| ||| |||

کابل – د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره په هرات کې د یوناما پر دفتر باندې برید په کلکو ټکو غندلې او د طالبانو لخوا یې د تاوتریخوالي په ډیریدو، د جنګي جرمونو او بشري حقونو څخه په سرغړونو باندې ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.

اعلامیه کې راغلي دي چې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره او یوې هراړخیزې، عادلانه او ریښتینې سیاسي هوکړې ته د رسیدلو په موخه د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر، یوې تلپاتې سولې تامین ته یوازینۍ حل لاره ده. پدې برخه کې د میرمنو بشپړ، مساوي او معنی لرونکي رول باندې ټینګار شوی ده.

همداراز په دغه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۵۱۳ پریکړه لیک څخه په یادونې سره، د امنیت شورا غړو یو ځل بیا د طالبانو امارتي نظام د منځ ته راتلو سره خپل مخالفت څرګند کړ.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د امنیت شورا له اعلامیې هرکلی کوي او د افغانستان حالاتو ته د رسیدګۍ او د طالبانو حملو له امله د بشري ناورین رامنځ ته کیدو څخه د مخنیوي په پار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې جوړیدو غوښتنه کوي.

Read 146 times

Last modified on چهارشنبه, 13/05/1400

Go to top