په افغانستان کې د تاوتریخوالي د غندلو په اړه د اروپایي اتحادیې له اعلامیې څخه د بهرنیو چارو وزارت هرکلی
|||
|||
کابل – د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست عالي استازي او د نوموړې اتحادیې د بحران مدیریت کمېشنر، د یوې ګډې اعلامیې په ترڅ کې د طالبانو له لوري د حملو تشدید، په ځانګړي ډول په هرات کې د یوناما پر دفتر برید، په لښکرګاه ښار کې د جګړې دوام او د ملي دفاع وزیر پر کور باندې برید چې ملکي وګړو ته یې تلفات اړولی، په کلکو ټکو غندلي دي.
پدې اعلامیه کې اروپایي اتحادیې د بیړني، هر اړخیز او دایمي اوربند غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې د بې معنا تاوتریخوالي دوام، د افغانانو د درد او رنځ او د داخلي بې ځایه شویو وګړو د شمیر زیاتوالي لامل ګرځیدلي دي.
اعلامیه زیاتوي چې د طالبانو له لوري تاوتریوالی، د دوحې د سولې له هوکړې سره چې موخه يې د خبرواترو له لارې د جګړې پای ته رسول دي، د دغه ډلى له ژمنو سره صریحاً تناقض لري.
همداراز اعلامیه کې راغلي چې د نړیوالو بشردوستانه قوانینو او د بشري حقونو سرغړونه لکه خپل سرې وژنې، صحرایي محاکمې، په عام محضر کې په دورو د ښځو وهل او د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د عامه زېربناوو ورانول، د افغانستان لپاره ټکان ورکوونکي دي. دغه کړنې جنګي جنايتونو بلل کیږي او طالب جنګیالي او قومندانان یې مسؤل دي او باید تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي.
د افغانستان اسلامي جمهوريت د بهرنیو چارو وزارت له دغې اعلامیې څخه هرکلی کوي او د جنګي جرمونو د عاملینو د محاکمې او د وینې تویولو د پای ته رسولو په برخو کې د طالبانو پر ډلې د اروپايي اتحادیې د فشار پر راوستلو ټینګار کوي.












