سه شنبه ۲۳ سنبله ۱۴۰۰، ۰۵:۲۰ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

اسلام آباد ته د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوي د سفر پایلو په اړه د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

||| ||| |||

کابل – د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پلاوي په دې وروستیو په اسلام اباد کې د افغان سفیر د لور د تښتونې او شکنجې پېښې په تړاو چې د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۲۵ نیټه رامنځ ته شوې وه، پاکستان ته سفر وکړ.

د لیدنې پرمهال، پاکستاني لوري د افغان پلاوي سره د قضیې په اړه ځینې معلومات او موندنې شریکې کړې. اما د ېیښې په تړاو د پاکستاني چارواکو څرګندونو سره توپیر درلود او له بده مرغه لومړنیو مسلو لکه د پېښې څرنګوالی او د عامیلینو پېژندنې یې ته هیڅ  پاملرنه نه وه شوې.

د هغې هوکړې له مخې چې په اسلام اباد کې د دواړو لوریو ترمنځ د غونډې په لومړۍ ورځ وشوه، پلاوي له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې د نورو تخنیکي تحقیقاتو لپاره د تښتونې قضیې اړوند ټول معلومات له افغان لوري سره شریک کړي؛ خو بدبختانه دا معلومات د پلاوي سره شریک ونشوه.

د روغتون معلومات، طبي راپورونه او نور شته شواهد دا په ډاګه کوي چې آغلې علي خیل تښتول شوې او شکنجه شوې ده. د افغانستان حکومت د پیښې له قربانیانو سره په همغږۍ د دې قضیې د عاملینو په پیژندلو او نیولو کې اوسمهال او راتلونکي کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د پاکستان پر حکومت غږ کوي چې ژر تر ژره د تښتونې پېښې اصلي عاملینو پیژندلو، نیولو او محاکمه کولو په اړه عاجلې کړنې ترسره کړي.

Read 133 times
Go to top