سه شنبه ۶ حمل ۱۳۹۸، ۰۴:۰۸ پس از چاشت به وقت محلی کابل

‎ د شانګهای د همکاریو سازمان دغړېتوب ترلاسه کولو د همغږۍ لومړۍ ناستې دایرول

‎ د شانګهای د همکاریو سازمان دغړېتوب ترلاسه کولو د همغږۍ لومړۍ ناستې دایرول

کابل –  د شانګهای همکاریو په  سازمان کې دغړېتوب ترلاسه کولو د همغږۍ ډلې لومړۍ ناسته، د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین ښاغلي ادریس زمان په مشرۍ او د جمهوري ریاست، اجرائیه ریاست او د ملي شورا د استازو په ګډون، دایره شوه.

ښاغلي زمان د شانګهای د همکاریو سازمان، دغړېتوب ترلاسه کولو پروسه او د دې سازمان د غړېتوب ترلاسه کولو په خاطر د بهرنیو چارو وزارت د هلو ځلو په تړاو ګډونوالو ته مالومات وړاندې کړل. سیاسي معین پدې سازمان کې د غړېتوب بهییر اوږد وباله او زیاته ېې کړه چې  افغانستان له  فني اړخه د غړېتوب ټول پړاوونه بشپړ کړې دي.

د ناستې ګډونوالو هم پروسې سره تړاو کې خپل نظریات ناستې سره شریک کړل.

Read 113 times
Go to top