یکشنبه ۵ جوزا ۱۳۹۸، ۰۴:۲۵ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

ښاغلي مارکوس پوتزل سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه

ښاغلي مارکوس پوتزل سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه

 کابل – د ا. ا. جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلي ادریس زمان افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان فدرال دولت له ځانګړي استازي او په کابل کې د نوموړي هېواد سفیر ښاغلي مارکوس پوتزل سره ولېدل.

ښاغلي زمان، د سولې مشورتي جرګې او د کابل پروسې دریمې ناستې د دوو مهمو ناستو په اړه چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې دایرې شي مالومات وړاندې کړل.

ښاغلي پوتزل د کابل پروسې په دریمه ناسته کې د خپل هېواد د حضور د چمتووالي اعلانولو په ترڅ کې، بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لخوا د تماس د نړیوالې ډلې مشري کول وستائیل.

دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، سولې، په سیمه کې د جاري سیاسي حالاتو او د درې اړخیزه ناستو په تړاو هم بحٍث وکړ او خپل نظریات ېې سره شریک کړل.

 

Read 192 times
Go to top