سه شنبه ۶ حمل ۱۳۹۸، ۰۴:۲۳ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د ایران سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت د ادارې او سرچینو معین لېدنه

د ایران سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت د ادارې او سرچینو معین لېدنه

کابل – د ا. ا. جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د ادارې او سرچینو معین ډاکټر نصیراحمد اندېشه په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي محمدرضا بهرامي سره ولېدل.

ښاغلي اندېشه د وروستیو تحولاتو په اړه په تېره بیا د چابهار بندر له لارې هند ته د توکو د لومړۍ محمولې صادراتو اهمیت په تړاو خبرې وکړې، د دې ترانزیټي او سوداګریزی لارې پرانېستل ېې  ایران، هند او افغانستان دریواړه هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصاد په غوړېدا کې یوه کلیدي نقطه وبلله، او چابهار بندر کې ېې د افغان سوداګرو پر فعال حضور ټینګار وکړ.

ښاغلي بهرامي هم دغه بندر د  دریواړه هېوادونو صادراتو او وارداتو لپاره ډېر مهم وباله.

 دواړو لورو د پُل میلک او د پولې په صفري نقطې او په هرات کې د ایران د جنرل قونسولۍ د دېوال  شاته وړلو موضوعګانو په اړه خبرې وکړې.

 

Read 99 times
Go to top