سه شنبه ۶ حمل ۱۳۹۸، ۰۴:۰۸ پس از چاشت به وقت محلی کابل

د آلمان بهرنیو چارو وزیر سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر لېدنه

د آلمان بهرنیو چارو وزیر سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر لېدنه

کابل – د ا. ا. جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني د آلمان فدرال جمهوریت  بهرنیو چارو وزیر ښاغلي هایکو ماس سره ولېدل.

بهرنیو چارو وزیر شاغلي  ماس  او ورسره ملګري پلاوي ته ښه راغلاست وویل او افغانستان سره ېې د بن له ناستې تر دې مهاله د آلمان له مرستو او هم د دې هېواد د همکاریو له دوام څخه مننه او قدرداني وکړه.

ښاغلي ماس د هېواد بهرنیو چارو وزیر ته د همکاریو له دوام څخه ډاډ ورکړ او افغانستان څخه ېې د آلمان پر بشپړ ملاتړ تاکید وکړ.

دواړو لورو د وروستیو ۱۸ کلونو د ارزښتونو او لاس ته راوړنو په ساتلو ټینګار وکړ او د افغانستان، آلمان او نړېوالې ټولنې سرښندنې او قربانۍ ېې له دې ارزښتونو څخه ساتنې په خاطر نه هېرېدونکي وبللې. او د سولی خبرو اترو، د ټاکنواو د دوه اړخیزو هوکړه لیکونو په تړاو ېې بحث وکړ او نظرېې ېې سره شریکې کړې.  د لېدنې په پای کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې ېې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

 

Read 79 times
Go to top