سه شنبه ۶ حمل ۱۳۹۸، ۰۴:۲۳ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د جمعیت صندوق له مشر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د جمعیت صندوق له مشر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه

کابل – د ا. ا. جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلي ادریس زمان، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د جمعیت صندوق له مشر ښاغلي کوفي کوامي سره ولېدل.

ښاغلی کوفي کومي چې پدې وروستیو کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د صندوق د مشر په توګه ټاکل شوی دی، خپل باورلیک سیاسي معین ته وړاندې کړ. سیاسي معین د ښاغلي کوامي کار پېلولو څخه د هرکلي په ترڅ کې، د ملګرو ملتونو سازمان د جمعیت صندوق له مرستو څخه مننه وکړه او د نږدې همکاریو ډاډ ېې ورکړ.

وروسته، دواړو لورو مېرمنو ته د هېواد په ولایتونو کې د روغتیايي مرستو، ځوانانو لپاره د زدکړې د لازمو تسهیلاتو برابرولو او کورنۍ څخه د ملاتړ مرکزونو په ګډون، ګڼو موضوعاتو په اړه بحث وکړ او خپل نظریات ېې سره شریک کړل.

 

Read 54 times
Go to top