جمعه ۶ ثور ۱۳۹۸، ۱۲:۴۲ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د ترکېې جمهوریت د انسجام او همکارۍ آژانس ریاست (تیکا) له همغږه کوونکي سره د بهرنیو چارو وزیر لېدنه

د ترکېې جمهوریت د انسجام او همکارۍ آژانس ریاست (تیکا) له همغږه کوونکي سره د بهرنیو چارو وزیر لېدنه

کابل – د ا. ا. جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني، د ترکېې جمهوریت د انسجام او همکارۍ آژانس د ریاست (تیکا) له همغږه کوونکي،  ښاغلي رجايي قلنچ سره ولېدل.

ښاغلي رجايي قلنج د دې په بیانولو سره چې (تیکا) په افغانستان کې درې څانګې لري، افغانستان د دې آژانس لپاره ډېر مهم وباله.

 ښاغلي رباني هم په افغانستان کې د تیکا له ریاست څخه ستاینه وکړه، او په بلخ کې د سلطان بهاالدین ولد د خانقا او ګُنبذی د بیا رغونې غوښتونکۍ شو.

Read 105 times
Go to top