جمعه ۶ ثور ۱۳۹۸، ۰۱:۱۲ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د چین د خلکو جمهوریت سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه

د چین د خلکو جمهوریت سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه

کابل – د ا. ا. جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ادریس زمان، په کابل کې د چین د خلکو جمهوریت له سفیر ښاغلي لیو جنسانګ سره ولېدل.

ښاغلي زمان افغانستان لپاره د چین د خلکو جمهوري هېواد له مرستو څخه قدردانۍ وکړه او د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ په دري اړخیزو ناستو کې ېې د چین رول له اهمیته ډک وباله، او پدې برخه کې د لا ډېرو همکاریو غوښتونکۍ شو.

ښاغلي جنسانګ د افغانستان د خلکو او دولت په مشرتابه او مالکیت د سولې له بهیر څخه د ملاتړ په ترڅ کې زیاته کړه: چې د چین دولت به د بهرنیو چارو وزارت ډېپلوماتانو او اداري کارمنو  لپاره د لنډمهاله زدکړو بورسونه زیات  کړي.

دواړو لورو د سیمه ایزو همکاریو، د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو او د هېواد د روانو حالاتو په اړه بحث وکړ او خپل نظریات ېې سره شریک کړل.

Read 92 times
Go to top