جمعه ۶ ثور ۱۳۹۸، ۱۲:۱۸ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د پناه وړونکو عالي کمیسارۍ له مشرې سره د بهرنیو چارو وزیر تعارفي لېدنه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د پناه وړونکو عالي کمیسارۍ له مشرې سره د بهرنیو چارو وزیر تعارفي لېدنه

کابل – د ا. ا. جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د پناه وړونکو عالي کمیسارۍ له نوې رئیسې آغلې کرولین ون بورن سره ولېدل.

مېرمن بورن خپل باورلیک د هېواد بهرنیو چارو وزیر ته وړاندې کړ، او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د پناه وړونکو د عالي کمیسارۍ د هر اړخیزو همکاریو ژمنه ېې ورکړه.

ښاغلي رباني هم د مېرمن بوربن د کار له پېلولو څخه د هرکلي په ترڅ کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د پناه وړونکو عالي کمیسارۍ له فعالیتونو څخه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.

Read 110 times
Go to top