دوشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۹، ۱۲:۰۶ پس از چاشت به وقت محلی کابل

د سوېډن سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین کتنه

د سوېډن سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین کتنه

 کابل – د ا. ا. جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلي ادریس زمان په کابل کې استوګن د سوېډڼ د شاهي هېواد سفیر ښاغلي توبیاس تایبرګ سره ولېدل.

دواړو لورو پدې لېدنه کې د کابل پروسی د دریمې ناستې، د سولې د مشورتي جرګې په اړه چې ټاکل شوې ده په کابل کې دایره شي، د افغانستان حکومت په مشری او مالکیت د سولې پروسې، رومانیا ته د سیاسي معین د سفر او دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي سلا مشورو، د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان د دایمي غړېتوب او د هېواد د سیاسي حالاتو په تړاو بحث او خبرې وکړې.

Read 527 times
Go to top