سه شنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۸، ۰۶:۵۴ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

په کابل کې د روسېې سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه

په کابل کې د روسېې سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه

کابل – د ا. ا. جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلي ادریس زمان، په کابل کې د فدراتیفې روسېې سفیر ښاغلي الکساندر مانتیسکي سره  کاري لېدنه وکړه .

دواړو لورو پدې لېدنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو، نشه يي توکو سره د ګډې مبارزې، د سولې مشورتي لوېې جرګې په اړه چې ټاکل شوې ده ډېر ژر په کابل کې دایره شي، د سولې پروسې او د  بین الافغاني خبرو اترو، رومانیا هېواد ته د سیاسي معین سفر او دواړو لورو ترمنځ د سیاسي سلا مشورو، د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان د دایمي غړېتوب د څرنګوالي، نړیوال امنیت په اړه کنفرانس چې دا مهال په مسکو جریان لري او همدغه راز د هېواد او سیمې د سیاسي حالاتو په تړاو خبری وکړی او نظریات ېې سره شریک کړل.

Read 120 times
Go to top