سه شنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۸، ۱۲:۴۸ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

بهرنیو چارو وزارت ته د پاکستان د شارژدافېر احضارول

بهرنیو چارو وزارت ته د پاکستان د شارژدافېر احضارول
بهرنیو چارو وزارت ته د پاکستان د شارژدافېر احضارول

کابل - د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان  اسلامي جمهوریت د شارژدافېر په احضارولو سره، د دواړو هېوادونو په سرتیرو باندې بریدونه وغندل. د بهرنیو چارو وزارت  دولتي ضد ډلو په وړاندې، چې د ډېورند کرښې دواړو غاړو کې فعال دي، د افغانستان د امنیتي ځواکونو د چټکو اقداماتو په تشریح کولوسره، د افغانستان د هوايي حریم نقضول او د پاکستاني ځواکونو د توغندیو بریدونه چې د مالی او ځاني زیانونو لامل شوي د.ی سخت وغندل.

د افغانستان اسلامي جمهوریت یو ځل بیا پاکستان دې  ته وهڅاوه، څو په صادقانه توګه او پرته له توپيره  دې ډلو سره مبارزه وکړي. ښه ګاونډېتوب او باورجوړونی  ته په درناوي  سره د یوه نتیجه محوره میکانیزم او کارتوګې  پر اساس همکاري وکړي.

Read 187 times
Go to top