د سهیلي کوریا سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه

کابل – د ا. ا. جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین، په کابل کې د جنوبي کوریا جمهوریت سفیر ښاغلي ریشا هوینګ سره ولېدل.
ښاغلي زمان د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراخولو ټینګار وکړ او زیاته ېې کړه چې : د افغانستان دولت د کوریا دولت له لورې په تخصصي برخه کې د تحصیلی بورسونو د زیاتولي غوښتونکۍ دَی.
سفیر هوینګ وویل: دسهیلي کوریا جمهوریت د افغانستان د خلکو او حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولی پروسی څخه په بشپړ ډول ملاتړ کوي او زیاته ېې کړه چې هر کال د افغانستان حکومت ۱۰۰ کسه کارمنو لپاره د لنډمهاله زدکړې زمینه برابروي.
دواړو لورو د فرهنګي، اقتصادي او د زدکړی اړیکو پراخولو په تړاو هم خبرې وکړې.