سه شنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۸، ۰۱:۴۴ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د پاکستان سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت د سیاسی معین لېدنه

د پاکستان سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت د سیاسی معین لېدنه
د پاکستان سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت د سیاسی معین لېدنه

 کابل -  د ا. ا. جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلي ادریس زمان په کابل کې د پاکستان اسلامي جمهوریت  سفیر ښاغلي زاهد نصرالله  سره ولېدل.

ښاغلي زمان د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په ښه کولو ټینګار وکړ او  په افغاني  الوتنو باندې د پاکستان د فضايي حریم  د تړلي پاتی کېدو  په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه

ښاغلي نصرالله خان ژمنه وکړه چې  هېواد به ېې د فضايي حریم پرانیستو په برخه کې ډېر ژر  تصمیم ونیسي.

دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو غځولو، د ترانزیټي او ترانسپورټي ستونزو هوارولواو ترهګرۍ په وړاندې د ګډې مبارزې په اړه، همدغه راز د دواړ هېوادونو د علماو د ګډ کنفرانس، د سولې او همبستګۍ لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د اووم پړاو APAPPS د بیا پېلولو، د دواړ هېوادونو د سرمشرانو ټېلفوني خبرو، قونسولی چارو، سولې، د پولې د ستونځو هوارولو او د سیمه ایزه ګډو همکاریو په تړاو بحث وکړ او نظریات ېې سره شریک کړل.

Read 173 times
Go to top