سه شنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۸، ۰۲:۴۴ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د ترکېې سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین لېدنه

د ترکېې سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین لېدنه

کابل – د ا. ا. جمهوریت  د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلي ادریس زمان، په کابل کې د ترکېې جمهوریت سفیر ښاغلي اوغوزخان ارتغرل سره ولېدل.

ښاغلي ارتغرل د سولې مشورتي لوېې جرګې په بریالی توګه دایرولو پخاطر د مبارکۍ وئیلو ترڅ کې، سیمه ایزې همکارۍ افغانستان کې سولې راتللو لپاره خورا اړینې وبللې. ده د آسیا زړه – استانبول پروسه د افغانستان د سولې په پروسه کې د سلامشورو او همکاریو لپاره وړ او مناسب چوکاټ وباله.

ښاغلي زمان هم د سیمې د هېوادونو او د سیمه ایزو همکاریو رول د هېواد د سولې په پروسه کې له اهمیت ډک وباله.

 د ترکېې سفیر، پدې لېدنه کې؛ په هرات ولایت کې په لنډ وخت کې د دې هېواد د نوې قونسولګری د ایجادولو یادونه وکړه او همدغه راز نوموړی زیاته ک چېړه: ترکیه چمتو دی په راتلونکي‎ې کال کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د نوېو ښوونځیو ۱۳ بابه ودانۍ جوړې کړي.

همدغه راز دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پراخولو، د استانبول پروسې، د سولی خبرو اترو او د بین الافغاني مذاکراتو او دواړو هېوادونو ترمنځ  د سیاسي سلا مشورو د دریم پړاو په اړه بحث وکړ او خپل نظریات ېې سره شریک کړل.

Read 337 times
Go to top