سه شنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۸، ۱۲:۲۵ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د بشري حقونو ، حکومتولۍ او کډوالۍ په تړاو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د اروپايي ټولنې د اختصاصي کاري ډلې د دویمې ناستې دایرول

کابل – د ا. ا. جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني ، د بشري حقونو، حکومتولۍ او کډوالۍ په تړاو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت  او د اروپايي ټولنې د اختصاصي کاري ډلې دویمه ناسته د  وینا په اورولو سره په رسمي توګه پرانېسته. ښاغلي رباني شخړی څخه وروسته هېوادنو کې د بشری حقونو د خبرو اترو ډیالوګ ډېر اهم وباله او د بشری حقونو د خبرو اترو لړۍ له ځواکمنولو او دوام څخه ېې د افغانستان دولت پر ملاتړ  او د ژمنتیاو په اړه د افغانستان دولت د پرمختګونو پر ځيرنه  چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت  او د اروپايي ټولنې ترمنځ د همکارۍ او مشارکت په سند کې مطرح شوی دَی ، ټینګار وکړ.

د بهرنیو چارو وزیر د بشری حقونو د خبرو اترو لړۍ او ډیالوګ د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ په اړیکو کې  یو اهم مورد وباله.

دغه ناسته د هېواد د لومړۍ مېرمن آغلې رولا غني، د اروپايي ټولنې د اوقیانوسېې برخې د مرستیالې  پاولا پمپلونی، په کابل کې د دوستو هېوادونو د سفیرانو، د اروپايي ټولنې د پلاوي او د افغانستان  د اسلامي جمهوری دولت د مقاماتو په ګډون دایر شو.

د آغلې لومړۍ مېرمنې او میرمن پمپلوني له ویناو وروسته چې د دې ناستې له ویناوالو څخه وې، کاري ډلو  د بشري حقونو (د ښځو حقونه، د ماشوم حقونه او د بیان آزادي) ، حکومتولۍ( د قانون واکمني، اداري فساد په وړاندی مبارزه او ټاکنی) او د کډوالۍ په اړه بحث وکړ.

Read 110 times
Go to top