سه شنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۸، ۱۲:۲۵ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر مرستسال سره د بهرنیو چارو وزیر لېدنه

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر مرستسال سره د بهرنیو چارو وزیر لېدنه
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر مرستسال سره د بهرنیو چارو وزیر لېدنه

کابل – د ا. ا. جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني، د افریقا او آسیا اقیانوسېې په چارو کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر له مرستیال ښاغلي ډاکتر دیسراپارچایا سره ولېدل.

ډاکتر دیسرا پاچایا د هېواد بهرنیو چارو وزیر ته د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر د لیک په وړاندې کولو سره، افغانستان کې د سولې په خاطر  د اندونیزیا جمهوریت هلې ځلې تشریح کړې.

ښاغلي بارچایا، د سولې خبرو اترو کوربتوب  لپاره د هغه هېواد چمتووالۍ بیان کړ.

ښاغلې رباني هم اندونیزیا د افغانستان ډېر ښه دوست وباله او د سولی پر بهیر ېې د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت او خلکو مشرۍ او مالکیت څخه د اندونیزیا جمهوریت د ننګی او ملاتړ په تقدیرولو سره، د مخامخ خبرو اترو د زمینی برابرولو لپاره د اندونیزیا هڅې وستایلې. د بهرنیو چارو وزیر دغه راز د هغو هوکړه لیکونو پر عملي کولو چې پدې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوي دي ټینګار وکړ.

همدغه شان، ډاکټر پارچایا د افغانستان د کانونو برخی د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او زدکړې لپاره د خپل هېواد د ژمنې  پخلۍ وکړ.

Read 150 times
Go to top