یکشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۸، ۱۰:۳۸ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

چین سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه

چین سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه
چین سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه

کابل – د ا. ا. جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سیاسی معین ښاغلي  ادریس زمان، په کابل کې د چین د خلکو  جمهوریت سفیر ښاغلي لیو جنسانګ سفیر سره ولېدل.

ښاغلي زمان د سولې مشورتی لوېې جرګې په بریالۍ توګه دایرولو ته په اشاری سره وویل: ټاکل شوې ده کابل پروسی دریمه ناسته ډېر ژر په هېواد کې دایره شي.

د چین سفیر، په چین کې د یوه کمربند یوی لاری د دویمې ناستې په اړه چې په چین کې د نړۍ  د ټولو هېوادونو د استازو په حضور دایریږي، او کابل ته د چین د سره صلیب د کمېټې رئیس سفر چې تېره اونۍ ترسره شوئ ؤ، مالومات وړاندې کړل.

دواړو لورو د دوه اړخیزو مسئلو، افغانستان په تړاو د امریکا، چین او روسېې د درې اړخیزه ناستې او په هېواد، سیمه او نړۍ کې د روانو حالاتو په اړه  خبرې وکړې.

Read 179 times
Go to top