یکشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۸، ۱۰:۳۸ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د قزاقستان سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه

د قزاقستان سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه
د قزاقستان سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه

کابل – د ا. ا. جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلي ادریس زمان په کابل کې د قزاقستان جمهوریت سفیر ښاغلي حلیم خان یسین ګیلدیوف سره ولېدل.

ښاغلي ګیلدیوف په قزاقستان کې ملګرو ملتونو لپاره د سیمه ایز مرکز جوړولو په اړه مالومات ورکړل او زیاته ېې کړه چې د هغوی په هېواد کې وروستي بدلونونه افغانستان سره په اړیکو باندې کوم اغیز نه پرېباسي او افغانستان څخه ملاتړ  به دوام وکړي.

سیاسی معین د دوست او ورور هېواد قزاقستان د مرستو او ملاتړ ستاینه وکړه  او د اړیکو د لازیاتې پراختیا غوښتنه ېې وکړه.

 پدې لېدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګریزو مرکزونوپه چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ او د سیمه ایزو همکاریو په تړاو خبرې وکړې او خپل نظریات ېې سره شریک کړل .

Read 245 times

Last modified on دوشنبه, 23/02/1398

Go to top