یکشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۸، ۱۱:۲۱ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له معین مرستیالی سره د بهرنیو چارو وزیر لېدنه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له معین مرستیالی سره د بهرنیو چارو وزیر لېدنه
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له معین مرستیالی سره د بهرنیو چارو وزیر لېدنه

کابل – د ا. ا. جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معین مرستیالی میرمن الیس ویلس سره ولېدل.

میرمن ویلس افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې د امریکا پر اوږدمهاله ژمنو ټینګار وکړ او د سولې خبرو اترو نتیجو  ته رسېدو په خاطر ېې د افغانستان د خلکو د کورني جامع ډیالوګ لړۍ خورا مهمه وبلله. الیس ویلس پر ایران باندې د امریکا له تحریمونو څخه د چابهار بندر د خوندې او مستثنی پاتې کېدو له دوام څخه خبر ورکړ.

ښاغلي رباني هم افغانستان سره د متحده ایالاتو د مرستو له دوام څخه قدرداني وکړه او سولې ته په رسېدو کې ېې کورنۍ او سیمه ایزه اجماع ډېره مهمه وبلله.

دواړو لورو د جمهوري ریاست د راتلونکو ټاکنو، د سیمه ایزو همکاریو، امنیت او ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.

Read 240 times
Go to top