سه شنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۸، ۰۶:۵۴ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان له ځانګړي استازی سره د بهرنیو چارو وزیر لېدنه

افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان له ځانګړي استازی سره د بهرنیو چارو وزیر لېدنه

کابل – د هېواد د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني، افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان فدرال دولت  له ځانګړي استازي ښاغلي مارکوس پوتزل سره ولېدل.

ښاغلې پوتزل   دوحې ته د خپل سفر د راپور په وړاندې کولو سره وویل: « آلمان غواړي په افغانستان کې سولې راوستو کې فعال رول ولري» .

مارکوس پوتزل، د اساسی قانون درناوۍ  د افغانستان د ثبات کلي وبلله .

ښاغلي رباني هم د آلمان له مرستو څخه په قدردانۍ سره، آلمان د افغاانستان ډېر ښه دوست وباله.

Read 57 times

Last modified on چهارشنبه, 25/02/1398

Go to top