جمعه ۶ ثور ۱۳۹۸، ۱۲:۱۸ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د آغاخان پراختیايي شبکې ډیپلوماتیک استازي سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لیدنه

د آغاخان پراختیايي شبکې ډیپلوماتیک استازي سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لیدنه

کابل – د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلې ادریس زمان نن له غرمې مخکې د آغاخان پراختیايي شبکې له ډيپلوماتیک استازي میرمن نورجهان مواني سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، میرمن مواني د آغاخان پراختیايي شبکې د همکاریو بیلا بیلو برخو په اړه د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلې زمان ته مالومات ورکړل، دواړو خواوو په افغانستان کې د یادې شبکې د نوې ماموریت د رول په اړه خپل نظریات شریک کړل.

ښاغلي زمان د خپلو خبرو په پیل کې د اغاخان پراختیايي شبکې لخوا ترسره شویو پروژو څخه په درناوي یادونه وکړه او د تاریخي میراثونو د بیارغونې کارونو ته یی اشاره وکړه.

په دغه لیدنه کې همداراز د کابل بهیر د درېمې ناستې، ولسمشریزو ټاکنو، د سولې روانو هلو ځلو او د سیمه ایزو موضوعاتو اړوندو فعالیتونو په باب خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین د کابل بهیر دویمې ناستې ته په اشارې سره، د سولې بهیر په برخه کې د شوې پرمختګ د حالت په اړه خبرې وکړې او د اغاخان پراختیايي شبکې استازي ته يي په یاد بهیر کې د مذاکراتو او همدرازا د کابل بهیر راتلونکې درېمې ناستې په تړاو د افغان حکومت د دريځ په باب مالومات ورکړل.

میرمن مواني په امنیتي برخه کې د افغان حکومت وروستي فعالیتونه او په تګلاره کې بدلون د "هیلې پیغام" وباله او د اغا خان پراختیايي شبکې د ملاتړ په څرګندولو سره يي، د کابل بهیر ناستې د اجنډا هر کلی وکړ.

دواړو خواوو همداراز د دوامداره سولې د ټینګښت په برخه کې د کلتور پر اهمیت خپل نظریات شریک کړل.

میرمن مواني د ژوند د ښه والې په برخه کې د مرستې له لارې د افغانستان د ثبات پر وړاندې د اغاخان پراختیايي شبکې پر ژمنو ټینګار وکړ.

Read 138 times
Go to top