جمعه ۲ حمل ۱۳۹۸، ۰۴:۲۴ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د ایران اسلامي جمهوریت مرستیال سفیر بهرنیو چارو وزارت ته رابلل

د ایران اسلامي جمهوریت مرستیال سفیر بهرنیو چارو وزارت ته رابلل

کابل – د ا. ا. جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت، په کابل کې د  ایران د  اسلامي جمهوریت د سفیر مرستیال ښاغلی سید سعید حسیني په ایران کې یوه شخص له خوا چې د ایران امنیتي ځواکونو کالي ېې اغوستي دي زمونږ د یو شمیر کدوالو هېوادوالو سپکاوي، کنځاو او وهلو ټکولو سره په تړاو کې، راوباله.

بهرنیو چارو وزارت ایران کې د افغانستان د یو شمیر ښاروندانو د سپکاوي، کنځلو او وهلو ټکولو په نسبت خپله ژوره اندیښنه بیان کړه. دا نا انساني عمل ېې په کلکه وغانده.

ښاغلي حسیني هم دا عمل اسلامي او انساني اصولو سره کاملاْ مخالف وباله  او ایران اسلامي جمهوریت له خوا ېې د دې پېښې  په جدي پلټنه باندې ټینګار وکړ.

Read 161 times
Go to top