جمعه ۲۸ جدی ۱۳۹۷، ۰۷:۲۹ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د ترکېې سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه

د ترکېې سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه

کابل - د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او سرپرست ښاغلي ادریس زمان په کابل کې د ترکېې سفیر ښاغلي اوزان ار طغرل سره ولېدل.
سیاسي معین د دواړو هېوادونو د نیکو اړیکو، د کابل پروسې د دریمې ناستې دایرولو په تړاو چې ټاکل شوې ده د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په ۲۸ مه نېټه کابل کې جوړه شي او همدغه راز د استانبول -– اسیا زړه پروسې په اړه خبرې وکړې.
ښاغلی اوزان ار طغرل هم پورتنیو موضوعاتو په اړه د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغانستان اسلامي جمهوریت، د ترکېې جمهوریت او د پاکستان اسلامي جمهوریت د دریواړه هېوادونو مشرانو په کچه د درې اړخیزه ناستې دایرولو په هکله د خپل هېواد له لېولتیا او علاقې څخه مالومات وړاندې کړل.

Read 57 times

Last modified on چهارشنبه, 19/10/1397

Go to top