جمعه ۲۸ جدی ۱۳۹۷، ۰۷:۲۹ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین خپل ایراني همپوړي سره ولېدل

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین خپل ایراني همپوړي سره ولېدل

کابل – د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلي ادریس زمان نن غرمه د ایران اسلامي جمهوریت بهرنیو چارو وزارت معین ښاغلي سیدعباس عراقچي سره ولېدل.

دغه لېدنه ایراني لوړ پوړي پلاوي سفر په ترڅ کې مهمو دوه اړخیزه موضوعګانو په اړه خبرو اترو لپاره ترسره شوه.

دواړو لورو پنځو ګډو کمېټو په فعالیتونو کې د پرمختګ په څرنګوالي او همدغه راز د سولې پروسې په ګډون، د علاقی وړ ګڼو موضوعګانو په اړه بحث او خبرې وکړې.

په پېل کې،  دواړو لورو سیاسي پرمختللو سلامشورو په اړه دخبرو ترڅنګ دغه راز د دوه اړخیزو مناسباتو ځواکمنو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د دواړو لورو ملګرو پلاویو، بیلابیلو کمیټو په چوکاټ کې خپلو اړوند فعالیتونو په اړه پرمختګونو په تړاو د ناستې حاضرینو ته  مالومات وړاندې کړل.

ښاغلي عراقچي خپل افغاني همپوړي ته ډاډ ورکړ چې ایراني لوري د اوبو موضوع په تړاو خپل کار چې په یوه جلا کمېټه کې ورباندې کار کیږي کابو پای ته رسولی دَی.

د دواړو هېوادونو معینانو خپلو خبرو ترڅ کې یادونه وکړه چې د اوبو مسئله کومه د شخړی موضوع نه بلکې د همکارۍ یوه ساحه ده.

دواړو لورو همدغه راز هوکړه وکړه چې اقتصادي همکاریو او ترانزیټ ګډه کمېته په نږدې راتلونکې کې  فعاله کړي.

د سولې پروسه، د هغې په اړه د پرمختګونو له څرنګوالي سره اړوند موضوعګانې او همدغه راز  «د سولی لارې نقشه» چې جلالتمآب جمهور رئیس غني جینوا په کنفرانس کې وړاندې کړه د دواړو لورو ترمنځ په خبرو اترو کې شاملې وې.

دواړو لورو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پر اهمیت تاکید وکړ.

د یادولو ده چې افغانستان او ایران دوه اړخیزې اړیکې د « امنیت او دفاع» ،« اقتصاد او ترانزیټ» ، « فرهنګ» ، « اوبه » او « کډوالو» تر نومونو لاندې  بیلابیلو ګډو کاري کمېټو له خوا تر  غور لاندې نیول کېږي.

Read 54 times

Last modified on یکشنبه, 16/10/1397

Go to top