جمعه ۳ حوت ۱۳۹۷، ۰۸:۴۵ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

په کابل کې د آلمان سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت د ادارې او سرچینو معین لېدنه

په کابل کې د آلمان سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت د ادارې او سرچینو معین لېدنه

کابل – د ا. ا. جمهوریت د بهرنیو چاروو وزارت د ادرې او سرچینو معین ډاکټر نصیر احمد اندېشه، کابل کې د آلمان سفیر ښاغلي پېتر پروکول سره ولېدل.

دواړو لورو د افغانستان او آلمان تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو، د آلمان د هغو اقتصادي او پرمختیايي همکاریو په اړه چې افغانستان لپاره د جینوا په ناسته کې، چې د ۲۰۱۸ کال په نوامبر کې د ملي وحدت حکومت د ژمنو او برنامو په اساس دایره شوې وه،  مطرح شوې وې او همدغه راز د جمهوری ریاست د ټاکنو دایرولو لپاره  دمالي او فني همکاریو په تړاو بحث وکړ او خپل نظریات ېې سره شریک کړل.

همدغه شان ډاکټر اندېشه او ښاغلي پروګول د نړیوالو سازمانونو په کچه په ځانګړې توګه ملګرو ملتونو کې، د آلمان او افغانستان ترمنځ یو بل څخه د ملاتړونو په تړاو خبرې وکړې او دواړو هېوادونو ترمنځ په نږدې همکارۍ او همغږۍ باندې ېې تاکید وکړ.

Read 71 times

Last modified on یکشنبه, 21/11/1397

Go to top