جمعه ۳ حوت ۱۳۹۷، ۰۹:۰۴ پس از چاشت به وقت محلی کابل

د آلمان فډرالي جمهوریت بهرنیو چارو په وزارت کې د دولت وزیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه

د آلمان فډرالي جمهوریت بهرنیو چارو په وزارت کې د دولت وزیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه

 برلین – د ا. ا. جمهوریت بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلي ادریس زمان، د آلمان فډرالي جمهوریت د بهرنیو چارو په وزارت کې د دولت وزیر ښاغلي نیلسن آنین سره د هغه وزارت په مقر کې ولېدل.

دواړو لورو د دوه اړخیزه اړیکو ځواکمنولو، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د سیاسي سلامشورو د ناستونېولو، افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې، د جمهوري ریاست ټاکنو، افغانستان څخه د یو شمیر آمریکايي سرتیرو د وتلو په تړاو بحث وکړ او خپل نظریات ېې سره شریک کړل.

د بهرنیو چارو وزارت د سیاسی معینیت دفتر

Read 43 times
Go to top