جمعه ۶ ثور ۱۳۹۸، ۱۲:۳۷ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د بهرنیو چارو وزارت د ادارې او سرچینو معین د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل

د بهرنیو چارو وزارت د ادارې او سرچینو معین د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل

کابل – د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د ادارې او سرچینو معین ډاکټر نصیر احمد اندیشه په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي محمد رضا بهرامي سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، دواړو خواو د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډې اقتصادي او ترانزیتي کمېټې د درېمې ناستې په لاره اچولو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت د لاپراخولو په موخه د ورېښمو دوهم پْل د جوړولو هوکړه لیک وروستي کولو په باب خبرې وکړې او په هرایت ولایت کې يې د ایران اسلامي جمهوریت جنرال قونسلګرۍ د ودانۍ ساختماني کارونو په بشپړولو ټینګار وکړ.

د ادارې او سرچینو معینیت له خبر پاڼې څخه وژباړل شو.

 

Read 124 times
Go to top