جمعه ۳ حوت ۱۳۹۷، ۰۸:۵۵ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

کابل کې د سریلانکا سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه

کابل کې د سریلانکا سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه

کابل – د ا. ا. جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلي ادریس زمان  کابل کې د سریلانکا سفیر ښاغلي ګګن پلاشي سره ولېدل.

سیاسي معین د سریلانکا سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو ،  په تېره بیا سوداګري، د ځواکمنولو، د سهیلي اسیا سیمه ایزو همکاریو اتحادېې(سارک) په اډانه کې د ګډې همکارۍ، سریلانکا کې د افغانستان د تاریخي آثارو نندارې وړاندې کولو په څرنګوالي او د افغانستان اسلامي جمهوریت عامې روغتیا وزارت ته د هغه هېواد د مرستو بهیرد  اسانولو او تسهیل په تړاو خبرې وکړې.

 

Read 69 times

Last modified on یکشنبه, 21/11/1397

Go to top