جمعه ۲ حمل ۱۳۹۸، ۰۵:۳۱ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه

د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه

کابل  - د ا. ا. جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلي ادریس زمان، نن د ملګرو ملتونو سرمنشي له ځانګړي استازي ښاغلي  تدامېچي یماموتو سره ولېدل.

دواړو لورو د کابل پروسې د دریمې ناستې په اړه چې ټاکل شوې ده د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۲۸ مه تر سره شي، بحث او خپل نظریات ېې سره شریک کړل.

ښاغلي زمان د اېجنډا په هکله، د دې مهمې ناستې په پیغامونو او موخو باندې په تاکیدسره، د کابل پروسې دویمې ناستې لاسبریاو او  پرمختګونو ته په کتو سره، مالومات وړاندې کړل.

ښاغلي یماموتو د کابل پروسې دریمې ناستې دایرولو څخه هرکلي په ترڅ کې د دې ناستې له دایرولو څخه د دې سازمان ملاتړ اعلام کړ.

د یادولو وړ ده، د کابل پروسې دویمې ناستې؛ چې په تېر کال کې دایره شوه؛ په سولې تمرکز درلودچې په ترڅ کې ېې جمهور رئیس، طالبانو سره د سولې پرته له قید او شرط مذاکراتو وړاندیز وکړ.

Read 129 times

Last modified on دوشنبه, 17/10/1397

Go to top