چهارشنبه ۹ میزان ۱۳۹۹، ۰۸:۲۷ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د کاناډا نړیوالی پراختیا وزیرې سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادی همکاریو معینی لېدنه

د کاناډا نړیوالی پراختیا وزیرې سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادی همکاریو معینی لېدنه

نیو یارک – د ا. ا. جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادی همکاریو معینی عادله راز ، د کاناډا نړیوال انکشاف وزیری میرمن ماری کلاوډي بابیو  سره ولېدل.

بدې لېدنه کې میرمن راز افغانستان کې په بیلابیلو برخو کې د کانادا له ملاتړ څخه په تېره بیا د ښځو ځواکمنولو په برخه کې مننه او قدرداني وکړه . آغلی راز د افغان ښځمنو په مخ کې پرتو ننګونو ته  د اشاری کولو په ترڅ کې، د افغانستان دولت له هلو ځلو او ټينګې ارادی څخه د پریکړو او تصمیم نیولو په بیلابیلو برخو کې د ښځو د ځواکمنولو او غښتلتیا په خاطر  یادونه وکړه د ښځو اقتصادی پیاوړتیا لپاره ېې ملي لومړیتوب برنامه  پدې لاره کې مهمی او جوتې بیلګې وبللې.

همدغه راز د اقتصادی همکاریو معینې  د سوداګرو ښځو ځواکمنولو په خاطر د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې تاسیسول او د لازمو اسانتیاو برابرول  د افغانستان دولت په تېره بیا  د لومړی میرمنې د دفتر له نورو مثبتو اقداماتو څخه وبلل. او کاناډا لوري څخه ېې د یاد شوی خوني، افغانستان سوداګرو ښځو سره او همدغه راز د ښځو، د زدکړی او لوړو تحصیلاتو په برخه کې  د ملاتړ او دوامداره همکارۍ  غوښنه وکړه  .

د کانادا نړیوالې پراختیا وزیر د خپل هېواد له موجودو برنامو څخه په تېره بیا وجهی صندوق او نړیوال بانک کې په دې برخه کې یادونه وکړه،  ژمنه ېې وکړه څو پدې زمینه کې لازمی همکارۍ وکړي.

 

Read 824 times
Go to top