جمعه ۶ ثور ۱۳۹۸، ۱۲:۱۸ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

په کابل کې د ملګرو ملتونو د نمایندګۍ دفتر له مرستیالې او سرپرستې سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه

په کابل کې د ملګرو ملتونو د نمایندګۍ دفتر له مرستیالې او سرپرستې سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه

کابل – د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین زمان ادریس په کابل کې د ملګرو ملتونو د نمایندګۍد دفتر مرستیالې او سرپرستې میرمن انګرېډ هېدن سره ولېدل.

سیاسي معین د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې، د جمهوری ریاست د ټاکنو ، او د کابل پروسې په تړاو چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې ترسره شي او په پاسنیو برخو کې د ملګروملتونو د نمایندګۍ د دفتر مهم رول  په اړه خبرې وکړې.

میرمن هېډن بیلابیلو موضوعګانو په تړاو خپلو خبرو په ترڅ کې، راتلونکو ټاکنو دایرولو، د کابل پروسې، او همدغه راز د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې په پروسه کې د ملګرو ملتونو له همکارۍ څخه ډاډ ورکړ.  

د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معینیت دفتر

Read 182 times
Go to top