چهارشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۸، ۱۰:۱۵ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

په کابل کې د ناتو د ملکي نمایندګۍ له سرپرست سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه

په کابل کې د ناتو د ملکي نمایندګۍ له سرپرست سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه
په کابل کې د ناتو د ملکي نمایندګۍ له سرپرست سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه

کابل – د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلي ادریس زمان په کابل کې د ناتو د ملکي نمایندګۍ له سرپرست ښاغلي پاتریک اندریوز سره ولېدل.

سیاسي معین د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د ټولشموله سولی، د جمهوري ریاست د ټاکنو، اود کابل پروسې په اړه چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې دایره شي او د ناتو سازمان د رول په تړاو، خبری وکړې. ښاغلي اندر یوز پاسنیو موضوعاتو په اړه له خبرو اترو سربېره ، د ناتو د ۴۱ غړو او همکارو هېوادونو د لوی درستیزانو د ناستې په تړاو چې په بروکسل کې دایره شوه او همدغه راز د افغان امنیتي ځواکونو له تجهیز، تمویل او زدکړې څخه د خپل ملاتړ په هکله مالومات وړاندې کړل.

د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معینیت دفتر

 

Read 264 times
Go to top