جمعه ۲۸ جدی ۱۳۹۷، ۰۸:۰۳ پس از چاشت به وقت محلی کابل

کابل کې د هالنډ سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین لېدنه

کابل کې د هالنډ سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین لېدنه

کابل – د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلي ادریس زمان،  کابل کې د هالند شاهي هېواد سفیر، ښاغلي ارنست البرت نورمن سره ولېدل.

کابل کې د هالند نوي ګمارل شوي سفیر، سیاسي معین ښاغلي زمان سره د پېژندګلوۍ لېدنې په ترڅ کې د دوه اړخیزو اړیکو او لورو ترمنځ د علاقې وړ موضوعګانو په اړه بحث وکړ او خپل نظریات ېې سره شریک کړل.

 ښاغلي زمان ښاغلي سفیر نورمن ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، هغه ته د یوې کاري له لاسته راوړنو ډکې دورې هيله وکړه. ده همدغه شان د هالند خلکو او دولت څخه ېې، افغانستان ته د وروستیو کلونو په لړ کې، د هغه هېواد له سخاوته ډکو مرستو په خاطر،  مننه وکړه.

دواړو لورو د سولې په بهیر کې د وروستیو پرمختګونو او په راتلونکي کال کې د درې اړخیزو چوکاټونو په بیلابیلو ناستو او همدغه راز د دوه اړخیزو اړیکو د اړخونو په ګډون په نورو ګڼو موضوعګانو باندې خبرې وکړې او خپلې نظرېې ېې سره شریکې کړې.

ښاغلي زمان هالند سفیر ته  دسولې د پنځکلنې برنامې په ګډون چې د دې پروسی بیلابیل پړاونه رانغاړي د سولې پروسې د کړنلارې په تړاو مالومات وړاندې کړل. همدغه شان دواړو خواو ترمنځ خبرو اترو په بهیر کې د نړیوالو شریکانو او د سیمې هېوادونو پر رول هم خبرې وشوې.

 

Read 98 times
Go to top