جمعه ۳ حوت ۱۳۹۷، ۰۸:۴۵ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د بهرنیو چارو وزارت معین د فنلنډ سفیر سره وکتل

د بهرنیو چارو وزارت معین د فنلنډ سفیر سره وکتل

کابل – د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلي ادریس زمان په کابل کې د فنلنډ سفیر ښاغلي هانو ریپاټي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دغه ناسته کې د دوه اړخیزو اړیکو او متقابلو ګټو په بیلابیلو اړخونو د ټینګار ترڅنګ،  دواړو خواوو د دوه اړخیزو توافقاتو اړوند موضوعاتو او د سولې هلو ځلو په برخه کې پر شویو پرمختګونو خبرې وکړې او په دې برخه کې يي په سیمه ایزو فعالیتونو خپل نظریات شریک کړل.

ښاغلي ریپاټي له فنلنډي پلاوي سره د بهرنیو چارو معین لیدنې ته اشاره وکړه او نوموړی ملاقات يي ګټور وباله. نوموړي همداراز د خپل ځای ناستې لپاره د بهرنیو چارو معین ته د افغان حکومت د هوکړې په موخه غوښتنلیک وسپاره.

ښاغلي زمان د فنلنډ سفیر ته په کابل کې د خپل ماموریت په ښه توګه ترسره کولو او پای ته رسولو مبارکي ورکړه او د نوموړي د لا بریا هيله يې څرګنده کړه.

دواړو خواوو په راتلونکو مهمو ناستو خبرې وکړي، او د بهرنیو چارو معین ادریس زمان فنلنډي سفیر ته د کابل بهیر د درېمې ناستې په اړه مالومات ورکړل، چې ټاکل شوې ده په راتلونکو میاشتو کې ترسره شي.

دوی همداراز د مهمو ناستو اړوندو موضوعاتو په اړه خپل نظریات شریک کړل. ښاغلي زمان د کابل بهیر درېمې ناستې څخه وړاندې د دوه اړخیزو سلامشورو په اړه د فنلنډ سفیر ته مالومات ورکړل، زیاته يې کړه چې ټول به په دې پروسه کې شامل وي.

دواړو خواوو، د بهرنیو چارو معینیت او په کابل کې د فنلنډ سفارت ترمنځ د نږدې همکاریو پر اړتیا ټینګار وکړ.

Read 99 times
Go to top