سه شنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۸، ۰۹:۳۲ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

په بهرنیو چارو وزارت کې د ښځو او ماشومانو آزار او ځورونې منعې کمېټه پرانېستل شوه

په بهرنیو چارو وزارت کې د ښځو او ماشومانو آزار او ځورونې منعې کمېټه پرانېستل شوه

کابل – د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت نن سهار، د دې وزارت په اډانه کې د ښځو او ماشومانو آزار او ځورولو منعه کولو کمېټه جوړه کړه. د دې کمېټې د پرانیستو په مراسمو کې، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین، د څانګو رئیسانو او مرستیالانو او او همدغه راز  د دې وزارت اناثو کارمنو هم حضور درلود.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلي ادریس زمان چې د دې کمېټې د پرانیستو پروګرام په پیل کې ېې خبرې کولې، حاضرینو ته پدې وزارت کې آزار او ځورولو له نه ځغملو څخه خبر ورکړ. ده د ښځو د حقونو تامینولو په اړه لاسته راوړنې او سیاسي او تولنیزو برخو کې د ښځو ګډون د دولت له بنسټیزو لاسبریاو څخه وبللې او حاضرینو ته ېې د سولې په پروسه کې او په نورو مهمو پروسوکې د دې لاسبریاو ټينګولو، پرلغښتیا او رېښتیاینې په تړاو د دولت له ځانګړې پاملرې ډاډ ورکړ.

د ښځو او ماشومانو د آزار او اذیت منع کمېټه د ښځو او ماشومانو د آزار او اذیت د منع قانون د اوومې مادې له مخې جوړه شوې ده. دا کمیته له درې غړو څخه جوړه شوې ده چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین، د بشري حقونو او ښځو نړیوالو چارو رئیسه او د بشری سرچینو رئیس پکې شامل دي او همدغه راز افغان ډېپلوماتو ښځو د ټولنې مشره به د دې کمېټې د ناظر غړي په توګه عمل وکړي.

Read 243 times
Go to top