جمعه ۶ ثور ۱۳۹۸، ۰۶:۵۵ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د اندونیزیا د جمهور رئیس مرستیال له ځانګړي استازي سره د بهرنیو چارو وزیر لېدنه

د اندونیزیا د جمهور رئیس مرستیال له ځانګړي استازي سره د بهرنیو چارو وزیر لېدنه

کابل – د ا. ا. جمهوریت  بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني، افغانستان لپاره د اندونیزیا د جمهور رئیس مرستیال  له ځانګړي استازي ښاغلي حامد اول الدین سره ولېدل.

ښاغلي اول الدین، یو ځلې بیا د سولې په راوستلو کې د اندونیزیا  پر ژمنتیاو ټینګار وکړ، او د سولې خبرو اترو کوربتوب لپاره ېې د خپل هېواد چمتوالۍ اعلام کړ.

ښاغلي رباني هم د اندونیزیا جمهوریت دوست هېواد له همکاریو او روغ نیتۍ څخه قدرداني وکړه.

لورو  د دوه اړخیزه اړیکو د غځولوپه باب، د جمهوري ریاست د ټاکنو او هم د سیمه ایزه همکاریو په اړه  بحث وکړ.

Read 169 times
Go to top