سه شنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۸، ۰۹:۴۱ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د خپل پاکستاني سیال سره وکتل

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د خپل پاکستاني سیال سره وکتل

کابل -  د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني د خپل پاکستاني سیال جلالتمآب مخدوم شاه محمود قریشي سره وکتل.

ښاغلي قریشي په افغانستان کې سوله او ټېکاو د پاکستان په ګټه وباله او د سولې بهیر کې يې د پاکستان پر هلو ځلو ټینګار وکړ. نوموړي همداراز د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان حکومت پر نه لاسوهنې سیاست ټینګار وکړ او پر افغانستان کې سولې ته رسېدل يې د ټولې سیمې مسؤلیت وباله.

ښاغلي رباني وویل، "د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې مخ پر ښه کېدو دي" او زیاته يې کړه چې په لسو ورځو کې دننه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بیاځلي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه والې غوره بیلګه ده.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر همداراز د افغانستان او طالبانو ترمنځ پر مستقیمو خبرو اترو ټینګار وکړ.

 

Read 296 times

Last modified on سه‌شنبه, 04/10/1397

Media

Go to top