جمعه ۲ حمل ۱۳۹۸، ۰۴:۲۴ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر سره د بهرنیو چارو وزیر لېدنه

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر سره د بهرنیو چارو وزیر لېدنه

کابل -–د ا. ا. جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني نن له غرمې وروسته د افغانستان، چین – پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د خبرو اترو درې اړخیزې ناستې په څنډه کې، د پاکستان اسلامي جمهوریت بهرنیو چارو وزیر جلالتماب مخدوم شاه قریشي سره، ولېدل.

  دواړو لورو،  په درې اړخیزه ناسته کې یادشویو درې برخو : سیاسي متقابل اعتماد او روغه جوړه، پراختیايي همکاریو او اتصال او امنیتي همکاریو او ترهګرۍ سره د مبارزي په ګډون،  له دوه اړخیزه همکاریو سره په  اړوند موضوعګانو  باندې بحث او خبرې وکړې.

د هېواد دبهرنیو چارو وزیر، د دوه اړخیزو خبرو اترو د یوې برخې په توګه، افغان اتباعو لپاره د ځانګړي رژیم موضوع یادونه هم وکړه.

پاکستاني پلاوي پدې موخه د نویو تسهیلاتو له رغولو او په نږدې راتلونکې کې د ویزې د صادرولو کچې له زیاتولو څخه، جلالتمآب صلاج الدین رباني ته اطمینان ورکړ.

دغه راز دواړو لورو د کرکټ، د شعر او موسیقۍ( سندرا)  برخو په ګډون د فرهنګي متقابلې ډېپلوماسۍ په تړاو بحث وکړ او خپل نظریات ېې سره شریک کړل.

Read 242 times
Go to top