جمعه ۲۸ جدی ۱۳۹۷، ۰۷:۲۹ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د اساسي قانون تصویبولو د پنځلسمې کالیزی نمانځغونډه

د اساسي قانون تصویبولو د پنځلسمې کالیزی نمانځغونډه

کابل -  نن  د هېواد د اساسي قانون تصوبېدو  پنځلسمه  کالیزه د یوې ناستې په ترڅ کې (   قانون باندې پوهېدنه یوه ملي وجیبه ده)  تر شعار لاندې د بهرنیو چارو وزارت د معینانو، اساسي قانون پلې کولو د څارنې کمیسیون رئیس او د ملي شورا د استازو په ګډون د دې وزارت په ناستیځي کې  ونمانځل شوه.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او سرپرست ښاغلي ادریس زمان د مبارکۍ ویلو په ترڅ کې،  د دې وزارت د مشرتابه په  استازیتوب د خپلو خبرو په یوې برخه کې یوځلې بیا ډاډ ورکړ چې د هېواد اساسي قانون به  د پخوا په شان په دې بنسټ کې په عملي توګه تطبیق کړَی شي.

Read 56 times

Last modified on چهارشنبه, 19/10/1397

Go to top