سه شنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۸، ۰۹:۵۷ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د ایران سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه

د ایران سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه

کابل ـ د ا. ا. جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معیم ښاغلي ادریس زمان په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي محمد رضا بهرامي سره  د پېژندګلوۍ لېدنه وکړه..

ښاغلي زمان د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ته د ښه راغلاست وئیلو په ترڅ کې فرهنګي، اقتصادي او نورو برخو کې د اړیکو تاریخ ته په کتو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو ماهیت جوت توضیح کړ او د اړیکو لا زیاتې او بهتره رغونې او بهبود لپاره ېې د زمینو او فرصتونو پر زیاتې ګټې اخیستو او کارونې تاکید وکړ.

د ایران سفیر افغانستان اسلامي جمهوریت سره د اړیکو بهبود او ښه والي لپاره د ایران ژمنتیاو په اړه د ټینګار کولو په ترڅ کې په څلورو تېرو کلونو کې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې رامنځ ته شویو بدلونونه  بی مخینی او بیساري وبلل او څرګنده ېې کړه چې د دواړو هېوادونو اړیکې د جوړښتیزمن کېدو  او ټیکاومن کېدو پر لور پر مختګ کړی او د یوه ستراتژیک تړون په تړاو د دواړو هېوادونو په هوکړه کولو ژمنه، چې کار ورباندې جریان لري، د دې دورې له مهمو شاخصونو څخه  شمیرل کیږي . هغه زیاته کړه چې ډاډمن  دی چې  د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معینیت په پُست کې د ښاغلي ادریس زمان  د تصدۍ پر مهال به،  د دواړو هېوادونو اړیکې له مخکې هم لا زیاته پراختیا ومومي. د ایران سفیر همدغه راز په راتلونکو نږدیو کې کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین ښاغلي عباس عراقچي د سفر په اړه  خبر ورکړ.

په پای کې ښاغلي زمان وویل چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ، دولتونو ترمنځ د  اړیکو لا زیاتې پراختیا ته بشپړ ژمن دَی او دَی به هڅه وکړي چې  د دوو دولتونو د اړیکو په ګډون  په نورو برخو کې هم د کتو وړ ښه والی او بهبود ومومي.

Read 283 times
Go to top